معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د تازه مېوو نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د تازه مېوو نندارتون جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د اوړي موسم د تازه مېوو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار مرستیال والي له دغه نندارتون څخه د لیدنې پرمهال ویلي، د دغه نندارتونو له جوړولو یې موخه په دغه ولایت کې د بڼوالۍ پراختیا ده.
نوموړي له پانګوالو غوښتي، چې د ننګرهار آب و هوا ته په کتو دې د باغدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
د ننګرهار د کرنې رییس ويلي، په دغه نندارتون کې ۹ ډوله بېلابېلې تازه مېوې چې د اوړي په موسم کې ننګرهار کې کیږي، نندارې ته اېښودل شوي دي.
ننګرهار کې په داسې مهال د تازه مېوو نندارتون جوړیږي، چې په دغه ولایت کې په زرګونه جریبه ځمکه د مېوه لرونکو بوټو باغونه جوړ شوي او مېوه یې د ننګرهار سربېره نورو ولایتونو ته هم لېږدول کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس