معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د وسلوالو غلو یو اووه کسیزه ډله بالفعل ونیول شوه

ننګرهار کې د وسلوالو غلو یو اووه کسیزه ډله بالفعل ونیول شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
ځایي چارواکو ویلي، چې د ننګرهار ولايت استخباراتو رياست منسوبينو د بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسلوالو غلو اووه کسیزه ډله، چې د مجاهدينو له نوم څخه په ګټې اخيستنې يې د تالاشۍ په بهانه له يو کور څخه غلا کوله، لاس په لاس ونيول.
دوی ویلي چې نيول شويو کسانو سره پنځه میله وسلې، يو فيلډر او يو ټوډي ډوله موټر هم نيول شوي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی.
ياد وسلوال غله د کندهار، بلخ، کاپیسا او ننګرهار ولايت اوسیدونکي دي، چې د جوړ شوي پلان له مخې کابل څخه دې کور ته د غلا په موخه راغلي وو.
ځایي چارواکو زیانه کړې، نيول شوي کسان استخباراتو رياست کې تر څېړنو لاندې دي، چې د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري به ور سره د شریعت له مخې چلند تر سره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس