کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې د کبانو فارمونه په کلني ډول ۲۰۰ مټریک ټنه غوښه تولیدوي.
د دغه ریاست رییس زیاته کړې، که څه هم د کبانو اوسنی تولید د ننګرهار اړتیاوې نه پوره کوي، خو هڅې یې پیل کړي، چې د فارمونو په ډېرېدو سره د کبانو غوښې په تولید کې ننګرهار پر ځان بسیا کړي.
د کرنې رییس همدا راز ویلي، په راتلونکي کې د کبانو بچیو تولید لپاره هچریانې جوړولو پلان لري، څو د دې برخې تولید نور هم پیاوړی شي.
ننګرهار کې دا مهال د کبانو ۱۰۰ فارمونه فعال دي، چې په کې شاوخوا ۳ سوه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د معلوماتو له مخې اوس مهال هره ورځ د تورخم له لارې لس ټنه د کبانو غوښه له پاکستان څخه هېواد ته واردیږي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/