معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د ۱۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۷ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې

ننګرهار کې د ۱۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۷ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې یاد ریاست د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې د ۷ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل کړې.

د ننګرهار کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي، د دغو چکډېمونو جوړول د باراني اوبو د ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سطحي لوړولو په موخه ترسره کیږي.

دا چکډیمونه به د ننګرهار په اچین، ګوشته، هسکه مېنه، پچیراګام، کامه، مهمندره او بټي کوټ ولسوالیو کې د یوې میاشتې په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دوی په وینا، د دغو چکډیمونو په جوړولو نږدې ۱۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ د ترویج رییس مولوي معاذ الله عادل وویل، د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو، سېلابونو مخنیوي او چینو او کاریزونو تاندولو لپاره د چکډېمونو جوړولو لړۍ روانه ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس