معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې سږ کال د غنمو پۀ حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

ننګرهار کې سږ کال د غنمو پۀ حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت یو شمېر بزګرانو د غنمو له راټولو شویو حاصلاتو خوښي څرګنده کړې.
دوی ویلي، د ښو تخمونو او زیار له امله یې سږ کال حاصلات تر پخوا ښۀ وو.
بزګران کۀ څۀ هم د غنمو له ښو حاصلاتو خوښ دي، خو پۀ بازار کې د غنمو بیې ټیتوالي او د کیمیایي سرو لوړو نرخونو ورته سرخوږی جوړ کړی.
بل لور ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ رییس وایي، سږ کال اړتیا سره سمو اورښتونو له امله د غنمو په حاصلاتو کې ۲۷۶ ټنه ډېروالی راغلی.
ننګرهار کې د غنمو پۀ حاصلاتو کې د زیاتوالي خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې دې ورستیو کې سېلابونو د یو شمېر سیمو کروندې او ولاړ فصلونه سخت زیانمن کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس