کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال رییس غلام الرحمن کظیم تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبري ناستې پرمهال ویلي، چې د دې ولایت کانال کې په ۲۲ سوه جریبه ځمکه د ۱۲میلیونه افغانیو په ارزښت د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي.
د خبر پر بنسټ کظیم زیاته کړې، دغه تخمونه یې په څلور ګونو فارمونو کې کرلي، چې سږکال به ترې په پراخه کچه حاصلات هم ترلاسه شي.
نوموړي زیاته کړې، یوازې د هډې فارم په ۵۷۴ جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوی تخم کرل شوي چې په راتلونکي کې به بزګران له وطني اصلاح شویو تخمونو څخه برخمن شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/