معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې ځایي مسوولین وایي، د غصب مخنیوي تخنیکي ټیم چارې یې په چټکۍ سره رواني دي

ننګرهار کې ځایي مسوولین وایي، د غصب مخنیوي تخنیکي ټیم چارې یې په چټکۍ سره رواني دي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د غصب مخنیوي تخنیکي ټیم تر دې دمه ۱۰ زره ۵۷۲ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه کړې ده.
د مسوولینو په خبره ننګرهار کې ټول ټال ۳ لکه ۶۹ زره جریبه ځمکه غصب شوې وه، چې د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او ثبت تخنیکی تیم د هلو_ځلو په پایله کې ۱۰ زره ۵۷۲ جریبه له غاصبینو خلاصه شوی، ۱ لک ۴۷ زره ۳۹۱ جریبه ځمکه تثبیت شوې او ۵۸۲ جریبه نوره ځمکه د برسۍ لاندې ده.
ننګرهار مېشتي وګړي بیا خپله سیمه کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو دغه هڅې ستایي او د لا چټکتیا غوښتنه یې کوي.
هېره دې نۀ وي چې دې وروستیو کې د ننګرهار په ګڼو سیمو کې د هغو سیمو د بیا راګرځولو هڅې ګړندۍ شوي، چې د زورواکو له لوري غصب شوې وې.
مسوولین وایي، د ټولو غصب شویو ځمکو په تثبیت او بیا راګرځولو کې یې پرېکړې قاطع دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس