معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې څلور ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

ننګرهار کې څلور ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې دغه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل ننګرهار کې د تورخم ښاروالۍ له لوري راټول او تېره ورځ په عام محضر کې وسوځول شول.
مسوولینو ویلي، دغه توکي د څلورو ټنو په اندازه وو، چې د تورخم ښارګوټي ګډ هيت استخباراتو مدیریت، ګمرک مدیریت، کمیسارۍ مسوولینو اطلاعاتو کلتور مدیریت په حضور کې وسوځول شول.
د مسوولینو په وینا هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو په پلورلو سره هېوادوالو ته صحي مشکلات وزېږوي.
هېره دې نه وي چې یاد ۴ ټنه خوراکي او صحي توکي د مهمندری ولسوالۍ اړوند بېلابېلو بازارونو څخه د تورخم ښارګوټي، ډکې، ګردي غوث، باسول، هزار ناو، ولسوالی بازار او ۲۸ بازار پورې له پلورونکو څخه راټول شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس