کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې نن او سبا د کابل، شمال او آمو سیندیزو حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو، د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو امکان شته.
د انرژۍ او اوبو وزارت د یو اېکس پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا اټکل د کونړ، لغمان، پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان په ولایاتو کې شوی دی.
په دغه خبرپاڼه کې د ټیټو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې ځان خبر وساتي او د سېلابونو یا د اوبو د کچې د لوړېدو په وخت کې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/