کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالې هوا پېژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د مرکز کابل په ګډون نورستان، کاپيسا، پنجشېر، باميان، پکتيا، بدخشان او بغلان ولایتونو کې د واورې د اورښت اټکل شوی دی.
دغه راز په لوګر، خوست او لغمان کې بیا د باران د اورښت وړاندوینه شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې د خبر له مخې، د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د ويلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار) سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینو سیلبرونو کې شتون لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/