معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د دولتي کارکوونکو د تېرې میاشتې معاشونو د ورکړې لړۍ پیلیږي

نن د دولتي کارکوونکو د تېرې میاشتې معاشونو د ورکړې لړۍ پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند  ذبیـ.ـح‌الله مـ ـجـ.ـاهد ویلي، چې نن شنبه په ټول هېواد کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لړۍ پیلیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د معاشونو د ورکړې لړۍ د ښه تنظیم لپاره به په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو، حج او اوقافو، کډوالو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ملي دفاع، لوړو زده‌کړو، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شي.

د ده په خبره د پاتې وزارتونو او دولتي ادارو معاشونه به هم په راتلونکو څلورو ورځو کې اجرا شي، څو ټول دولتي کارکوونکي خپل مالي امتیازات ترلاسه کړي.

وړاندې تر دې د دغو معاشونو ځنډ اندېښنې زېږولې وې، خو د حکومت مرکزي ویاند یې علت د  کال وروستۍ میاشتې او د بودیجې کسر ښودلی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس