کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن یو وار بیا د افغانستان د وضعیت په تړاو د تړلو دروازو تر شا د یوې غونډې کوربه دی.
د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ویلي، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشره رزا اوتونبایوا د دې شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.
بل لور سرپرست حکومت افغانستان کې پر یوناما باندې نیوکې سره وايي، چې دغه اداره په افغانستان کې د منفي ټکو د لویو ښودلو او په دې تړاو د راپور وړاندې کولو په لټه کې ده.
د سرپرست حکومت ویاند زیاتوي، چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې به هغه مهال مثبتې پایلې ولري، چې د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي.
دا غونډه به په روانه میاشت کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوهمه غونډه وي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/