معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

نن د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی.

یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې دغه اټکل د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، اورزګان او کندهار ولایتونو کې شوی دی.

په افغانستان کې، د اقلیم د بدلون له امله دې وروستیو کې په ډېری ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې زیات شمېر افغانانو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس