معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښت اټکل شوی

نن د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښت اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ریاست نن چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل کړی.

یادې ادارې ویلي، د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، کندز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د واورې، تېز باران، بادونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

هوا پېژندنې ریاست له خلکو غوښتنه کړې، چې د احتمالي طبیعي پېښو مخنیوي ته پاملرنه وکړي او د احتیاطي تدابیرو نیولو لپاره چمتو اوسي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس