کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې نن د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنو واورو، شدیدو بارانونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو احتمال شته.
د دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد اټکل به په هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، ډایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او سالنګونو کې شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې له خلکو غوښتي، چې په یادو سیمو کې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د خطرونو د مخنیوي لپاره خپل اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/