کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د ازبکستان په سمرقند ښار کې به نن پنجشنبه د افغانستان په تړاو، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران څلورمه غونډه وکړي.
تمه کیږي چې په نننۍ لومړۍ ورځ به د دغې غونډې ګډونوال د افغانستان سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په ځانګړې توګه له ترهګرو ډلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
دغه غونډه چې دوه ورځې به دوام وکړي، د سرپرست افغان حکومت چارواکو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
دې غونډه کې د بلنې نه ورکولو په اړه د سرپرست افغان حکومت چارواکو لا څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې هغه غونډې کم اغېزې ګڼلي، چې په کې د اوسني حکومت استازو ته بلنه نه وي ورکړل شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/