کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۶):
د راپورونو له مخې نن په ټول هېواد کې د دولسمو ټولګيو له نجونو زده کوونکو د ارتقاء په موخه ازموینه واخیستل شوه.
تر دې وړاندې يو شمېر نجونو نیوکه کړې وه چې دغه ازموينه په يوه ورځ اخيستل کیږي او له زده کړو د لرې والي له امله ورته دوی په بشپړ ډول چمتووالی نه لري.
افغانستان باندې د اسلامي امارت تر واکمن کېدو وروسته مسوولینو د نجونو لېسې د شرایطو او زمینې تر برابرولو پورې تړلي، خو په تازه څرګندونو کې د امارت مشرانو تینګار کړی چې ډېر ژر به ټول هېواد کې شرایط برابر او نجونو پرمخ به د زده کړو دروازې پرانیزي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!