معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان کې د سوالګرو د راټولو کمېسیون په کار پیل وکړ

نورستان کې د سوالګرو د راټولو کمېسیون په کار پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۰ نېټه):
د راپورونو له مخې نورستان کې د سر پرست افغان حکومت د امیر د فرمان په اساس د سوالګرو د راټولولو کمېسیون د جوړولو او د یادې برنامې د پیل کولو په موخه له مرکز څخه راغلي پلاوي خپله لومړنۍ ناسته د نورستان ولایت مقام کې ترسره کړه.
مسوولینو ویلي، چې دوی به د سوالګرو له تثبیت څخه وروسته د دغه سوالګرو کم عمره يې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند حرفوي او نورو زده کړه یيزو مرکزونو ته ورپېژني او ترڅنګ يې د لوړ عمر لرونکي سوالګر چې مستحقین دي، ثبت او بایومټریک وروسته به په میاشتني ډول معاش ورکول کیږي.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې د مرکز کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایاتو کې هم ورته چاره ترسره شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس