معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نو ښار کې TTP درې پاکستاني افسران وژلي

نو ښار کې TTP درې پاکستاني افسران وژلي

کابل ـ ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۱۳مه۱۴۰۱):
د ځایي پولیسو یوه مشر محمدعلي کنډه پور رويټرز خبري اژانس ته ویلي، برید تېر ماښام هغه مهال شوی دی، چې د پولیسو یو موټر د “اکوړه خټک” سیمه کې ګزمه کوله، چې دوه وسله والو پرې ډزې کړي دي، چې درې پولیس افسرانو پکې خپل ژوند بایللی دی.
له برید څو دقیقې وروسته د “تحریک طالبان پاکستان” ډلې د برید مسؤولیت منلی دی، دوی څو ورځې وړاندې له پاکستاني حکومت سره اوربند ختم کړ او له هغې راورسته یې بریدونو ته زور ورکړی دی، چې ګڼ پاکستاني نظامیان یې وژلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس