معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوالو بندیزونو افغانستان کې د لویو پروژو د تطبیق مخه نیولې:

نړیوالو بندیزونو افغانستان کې د لویو پروژو د تطبیق مخه نیولې:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۰):
کابل کې نن یکشنبه د کورنيو توليداتو د ملاتړ په یوه غونډه کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال عبدالطيف نظري وویل، د نړيوالو بنديزونو، محدوديتونو او د افغانستان بانک د ارزي شتمنيو د کنګلتيا له کبله افغانستان کې د لويو پروژو بیا پیل له ستونزو سره مخ شوی.
نوموړي ویلي، چې له ټولو بنديزونو او محدوديتونو سره بیا هم اوسني حکومت هڅه کړې چې کرنيز سيسټمونه ميکانيزه کړي او د کليوالي اقتصاد د غوړولو لپاره اړين ګامونه پورته کړي.
د اقتصاد وزارت مرستيال زياته کړې چې له ځينو هېوادونو او نړيوالو ادارو سره يې خبرې هم روانې دي چې د بشري مرستو سربېره به له افغانستان سره په پراختيايي برخه کې هم مرستې را جلب کړي.
وړاندې تر دې یو شمېر افغان سوداګرو هم د افغان شتمنۍ پر کنکل کولو نیوکه کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس