معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال بانک افغانستان کې ۲۰ زره پروژې نیمګړې پریښي

نړیوال بانک افغانستان کې ۲۰ زره پروژې نیمګړې پریښي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ویلي، چې نړیوال بانک په افغانستان کې ۲۰زره نیمه بشپړې پروژې پرېښې دي.

د یاد وزارت سرپرست وزیر ویلي، له نړیوال بانک سره د دې پروژو د پاتې چارو پر پيلولو خبرې روانې دي.

بل لور هېواد کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د نړیوال بانک له لوري د نیمګړو پروژو د چارو پيل به د ګڼو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو تر څنګ له اقتصادي ودې سره هم مرسته وکړي.

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت نورو ادارو هم له نړیوال بانک او ګڼو نړیوالو بنسټونو غوښتي وو، چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس