معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال بانک پاکستان ته د یو ملیارد او سل میلیونه ډالرو د قرضیې ورکړه وځنډوله

نړیوال بانک پاکستان ته د یو ملیارد او سل میلیونه ډالرو د قرضیې ورکړه وځنډوله

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې دغه هېواد د سخت وضعیت د مهار لپاره له نړیوال بانک څخه د یو ملیارد او سل میلیونه ډالرو د پور غوښتنه کړې وه، چې د نړیوال بانک له لوري ورته د دغه پور د ورکړې خبره هم شوې وه.
خو اوس راپورونه وایي، چې نړیوال بانک پاکستان ته د دغه اندازې پور ورکړه ځنډولې ده.
یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله ویلي، چې نړیوال بانک د دغه پور د ځنډولو علت هېواد کې پر وارداتو د ټکسونو ډېرښت او د مالي اصلاحاتو نشتون ښودلی.
د راپورونو له مخې پاکستان اوس مهال د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس