معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نړیوال دې افغانستان کې د اقلیمي ستونزو په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي

نړیوال دې افغانستان کې د اقلیمي ستونزو په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې نیوکه وکړه، چې د تېر شل کلن اشغال پرمهال خارجي اشغالګرو د افغانستان اقلیم ته زیات زیان رسولی دی.

دغه کنفرانس کې نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ، چې افغانستان کې دې د اقلیمي ستونزو په مخنیوي کې اوس خپل مسوولیت ادا کړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا د اقلیمي ستونزو ډېرښت له امله اوسمهال افغانستان کې تر یو میلیون زیات کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي دي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د هېواد د ځنګلونو ساتنه او حفاظت د حکومت له لومړیتوبونو یاد کړ او له خلکو یې وغوښتل، چې په دغه برخه کې له افغان حکومت سره خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.

 تمه ده چې په دې درې ورځني کنفرانس کې د داخلي استادانو په ګډون د یو شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکي او استادان هم د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه خپلې مقالې وړاندې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس