معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال وجهي صندوق د افغان کډوالو لپاره بېړنۍ بودیجه تصویب کړه

نړیوال وجهي صندوق د افغان کډوالو لپاره بېړنۍ بودیجه تصویب کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې نړیوال وجهي صندوق د ۱،۳ میلیونه افغان کډوالو لپاره ۴.۷ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرسته تصویب کړه.

د خبر بنسټ، دا هغه کډوال دي چې دا مهال په پاکستان کې اوسیږي او افغانستان ته راستېدونکي دي.

دغې ادارې زیاته کړې، چې یاده مرسته به د ایډز، نري رنځ او ملاریا ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.

دا ۴،۷ میلیونه بېړنۍ بودیجه به پر ۶۶ میلیونه هغه بودیجې ور اضافه شي، چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په لومړۍ نېټه د درې کلونو لپاره اعلان شوې وه.

دغه مرسته چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري ورکول کیږي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوول ویلي، لا له وړاندې یې د راستنېدونکو کډوالو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره د ملاریا، ایډز او نرې رنځ سره مخ کسانو ته د خدمتونو وړاندي کولو ته چمتوالی نیولي دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس