کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن ویلي چې له ایران څخه دغه افغان کډوال چې شمېر یې ۲۴۳۰ تنو ته رسېده، د تېرې یکشنبې په ورځ د نیمروز ورېښمو پله او هرات د اسلام کلا بندرونو له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې ایران اوس مهال د څه باندې ۳.۴ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی چې ترې دوه میلیونه یې د کډوالۍ اسناد نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د وېستلو او ځورولو راپورونو زور موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/