معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نږدې دوه نیم زره نور افغان کډوال ایران څخه هېواد ته راستانه شول

نږدې دوه نیم زره نور افغان کډوال ایران څخه هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه له ایران څخه نږدې ۲ نیم زره نور افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي دي.
دغې وزارت ویلي، چې ۲ زره ۴۹۷ تنه افغان کډوال د تېرې شنبې او یکشنې په ورځ د نیمروز د ورېښمو پله او هرات د اسلام کلا بندرونو له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغو خلکو له ډلې ۱ زر ۶۴۷ کسان د اسلام کلا له پولې او ۸۵۰ کسان د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د راستنو شویو کسانو له ډلې يې ۲۶۰ تنه د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان IOM دفتر ته ورپېژندلي دي.
دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوالو سره د بد چلند له امله ګڼ شمېر کډوال په ستونزو کې راګیر دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس