معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیمروز کې مسوولین وایي، د روږد کسانو د راټولولو او درمنلې لړۍ روانه ده

نیمروز کې مسوولین وایي، د روږد کسانو د راټولولو او درمنلې لړۍ روانه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نيمروز ولایت سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې په تېرو پنځو مياشتو کې يې تر ١٦ سوو ډېر په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره کندهار ته لېږلي دي.
دغه چارواکي زیاتوي، چې د زرنج ښار او د نیمروز ولایت له ولسوالیو څخه ۹۰ سلنه روږدي راټول شوي او د ټولولو لړۍ یې لا هم روانه ده.
بلخوا د دې ولايت اوسېدونکي په نشه يي توکو د روږدو کسانو له راټولېدو خوښي څرګندوي او له سرپرست افغان حکومت څخه غواړي، چې د دغو کسانو د درمنلې لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د چارو یو شمېر څارونکي بیا پۀ دې باور دي چې د دغو کسانو تر درملنې وروسته د روزګار نشتون له امله ډېر یې بېرته نشه یي توکو ته مخه کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس