کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۱۵ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ګرځولو خبر ورکړی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۱۵ ټانکره هغه تیل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته نفتي توکو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتي، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه په خبره له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
دغې ادارې وړمه ورځ هم ۶۱ ټانکره بې کیفته تېل ایران ته ورګرځولي وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/