معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نېکلسن د عربي اماراتو استازو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

نېکلسن د عربي اماراتو استازو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن ویلي، چې په بروکسل کې یې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد السهلاوي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.
د راپور پر بنسټ نیکلسن ویلي، په دې کتنه کې د ټولو افغانانو لپاره د زده کړې د زمینې د برابرولو، په حکومت کې د بېلابېلو کسانو د مشارکت او د افغانانو د اقتصاد په اړه بحث شوی دی.
نیکلسن زیاته کړې، چې اروپایي ټولنه او متحد عربي امارات به په دې برخو کې د زمینو د برابرو لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
د بلجیم لپاره د متحد عربي اماراتو سفیر هم په یوه بیانیه کې ویلي دي، چې هېواد به یې له اروپایي ټولنې سره له نږدې همکاري کوي، چې د افغانانو ملاتړ وکړي او افغان مېرمنې خپل بنسټیز حقونه ترلاسه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس