کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هرات کې د تیاتر تالار د جوړولو کار بېرته پيل شوی دی.
د دغه ولایت ښاروالۍ وايي، د هرات تیاتر پخوانۍ ودانۍ پر ځای به پنځه پوړیزه ودانۍ جوړه کړي.
یوه لسیزه کیږي چې د تیاتر معیاري ودانۍ نه لري او په دې موده کې د هنرمندانو ژوندۍ نندارې بندې شوې دي.
په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر مدیریت ودانۍ شاوخوا نهه کال مخکې د سړک پراخولو له امله ړنګه شوه.
د هرات تیاتر څه د پاسه سل کاله مخینه لري.
د تیاتر هنرمندانو او لوبغاړو تل د طنزیه پروګرامونو په ترسره کولو سره خلک خوښ کړي او هڅه کوي، چې دغه هنر یو ځل بیا ژوندی کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/