معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د دوو بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

هرات کې د دوو بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د تذربید او واخل په نوم ذخیروي بندونو د سروې، ډیزاین او ودانیزو چارو هوکړه د اسحاق سدیس ساختماني شرکت سره لاسلیک شوه.

د هوکړې له مخې یاد شرکت به د بندونو د بشپړ سروې، ډیزاین او ودانیزو چارو چارې پیل کړي.

یاد وزارت د دې بندونو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي، خو د بندونو د جوړولو چارې د اوبو مدیریت لپاره د افغان حکومت د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ګڼل شوې ده.

د مسوولینو په وینا دوی د خپلو هڅو په دوام د اوبو مدیریت ته لومړیتوب ورکړی او تر دې دمه یې د ګڼو وړو او سترو بندونو چارې بشپړې کړې دي او په نویو پروژو یې کار روان دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس