معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې

هرات کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ځایي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د ۷ کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

د چارواکو په خبره، د دې ډول پروژو په پلې کولو سره یې موخه خلکو ته هوسا ژوند برابر کول دي.

د خبر پر بنسټ دغه سړک د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له پراختیایي بودیجې د یو میلیون ډالرو په لګښت له ادرسکن سیند څخه تر ګله توت سیمې پورې د ۷ کیلومتره په اوږدوالي سره په معیاري ډول جوړیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس