معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د ۴ نیم میلیونه ډالرو په لګښت پروژې بشپړې شوې

هرات کې د ۴ نیم میلیونه ډالرو په لګښت پروژې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایت ځایي چارواکو د یاد ولایت په انجیل، ګذره او زنده جان ولسوالیو کې د څلور نیم میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۵۰ بېلابېلو ټولګټو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د خبر پر بنسټ په دې پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سړکونه، استنادي دیوالونه، کارېزونه او کانالونه جوړول شامل دي، چې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونه ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د هرات ځایي چارواکي وایي، چې دا ډول پروژې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اساسي رول لري.

د مسوولینو په وینا هېواد کې سلګونه ټولګټې پروژې بشپړې او دغه راز ګڼ شمېر نورو رغنیزې چارې اوس هم روانې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس