معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې له ترکمنستانه وارداتي برېښنا پرې شوې

هرات کې له ترکمنستانه وارداتي برېښنا پرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له ترکمنستانه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دا برېښنا تېره ورځ ۹:۳۰ بجې د دغه ولایت د کشک رباط‌ سنګي ولسوالۍ د بغرچر بند په سیمه کې پرې شوې ده.

د برېښنا د پرې کېدو لامل د مزو کنګل کېدل بلل شوي دي.

په یاد ولایت ځایي مسوولینو ویلي، سیمه کې د برېښنا د پرې کېدو ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.

څه موده وړاندې هم د دغه ولایت برېښنا پرې شوې وه.

بل لور د هرات اوسېدونکي د ژمي په موسم کې د برېښنا پرچاوۍ سخت اندېښمن کړي او له مسوولو چارواکو د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه برېښنا له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه پوره کوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس