معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې ۱۵۰ نورې صرافۍ وتړل شوې

هرات کې ۱۵۰ نورې صرافۍ وتړل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایت ځايي سرچینو ويلي، چې په دغه ولایت کې ۱۵۰ نورې صرافۍ هم تړل شوي.

د خبر پر بنسټ دا صرافۍ د جواز نه لرلو له امله پرون د هرات په خراسان مارکېټ کې تړل شوې دي.

په یاد ولایت کې ځایي چارواکو صرافانو ته ویلي، چې د افغانستان له بانک څخه جوازونه واخلي.

په تېرو دوو ورځو کې په خراسان، شېردل، کریمیار او ضیا.مارکېټونو کې د صرافیو نږدې زر دوکاونه تړل شوي دي.

له هرات ولایت څخه د صرافیو د تړل کېدو خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې څه موده وړاندې په کندهار کې هم د صرافۍ ځينې دوکانونه د جواز نه لرلو له امله تړل شوي وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس