معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هغه کتابونه چې د دیني او ملي ګټو خلاف وي، له کتاب پلورنځیو راټولیږي

هغه کتابونه چې د دیني او ملي ګټو خلاف وي، له کتاب پلورنځیو راټولیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هغه کتابونه چې د هېواد له دین او ملي ګټو سره په ټکر کې وي، د دغه وزارت له لوري به راټول کړل شي.
د دوی په خبره، د خپروونکو له خوا زرګونه دا ډول کتابونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل شوي هم دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څارنې مشر عبدالحق حماد ویلي، اوس هم په سلګونو کتابونه په بازار کې لرو چې د اسلام خلاف، د اسلام د اصولو خلاف او یا هم د سیکولریزم او داسې نورو مفکورو د ترویج په موخه لیکل شوي، چې د ځوانانو ترمنځ د بد اخلاقۍ د خپرېدا لامل کیږي.
په همدې حال کې د افغانستان د کتاب پلورونکو او خپرونکو اتحادیې ويلي، په تېرو شلو کلونو کې په هېواد کې دغه ډول محتوا لرونکي کتابونه یا وارد شوي او یا هم دلته خپاره شوي دي.
اتحادیه زیاتوي چې د دا ډول کتابونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره به دوی هم هڅې وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس