معماری
خانه / ګهیځ نیوز / هلمند؛ په خپلمنځي شخړو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند؛ په خپلمنځي شخړو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۲۳مه او د اکټوبر ۱۵مه نېټه ده) له هلمنده رسېدلي رپوټونه وايي، چې د تېرې یوې اونۍ په موده کې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې په جلا جلا خپلمنځي شخړو کې ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

باختر دولتي اژانس د ځايي امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې په کجکي ولسوالۍ کې یو کس د خپل زوی او مېرمنې له لوري وژل شوی او دغه راز په مارجې او ګرمسېر ولسوالیو کې هم دوه کسان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د ګرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ بازار کي د دوو ډلو تر منځ خپلمنځي شخړه کي ۳ تنه ټپیان شوي او دغه راز په واشېر ولسوالۍ کي د دوو ورونو تر منځ شخړه کې یو تن خپل مشر ورور په چړو وهلی او برسېرن ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د خپلمنځي شخړو او جنایي پېښو له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس