هلمند؛ په خپلمنځی شخړو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۲۳مه او د اکټوبر ۱۵مه نېټه ده) له هلمنده رسېدلی رپوټونه وایی، چې د تېرې یوې اونۍ په موده کې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې په جلا جلا خپلمنځی شخړو کې ۳ تنه وژل شوی او ۴ نور ټپیان دی.

باختر دولتی اژانس د ځایی امنیتی چارواکو له قوله ویلی، چې په کجکی ولسوالۍ کې یو کس د خپل زوی او مېرمنې له لوری وژل شوی او دغه راز په مارجې او ګرمسېر ولسوالیو کې هم دوه کسان وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوی، د ګرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ بازار کی د دوو ډلو تر منځ خپلمنځی شخړه کی ۳ تنه ټپیان شوی او دغه راز په واشېر ولسوالۍ کی د دوو ورونو تر منځ شخړه کې یو تن خپل مشر ورور په چړو وهلی او برسېرن ټپی شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د خپلمنځی شخړو او جنایی پېښو له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.