معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کي د اوبو مهارولو په موخه د یو شمېر بندونو د رغونې سروې ترسره شوه

هلمند کي د اوبو مهارولو په موخه د یو شمېر بندونو د رغونې سروې ترسره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایت شمالي ولسوالیو  کي د اوبو مدیریت او مهارولو په موخه د کجکي، سنګین او زمینداور د عمومي او فرعي سربندونو د رغولو په موخه لومړنۍ سروې شوې ده.

د خبر پر بنسټ، د یادو شویو بندونو د رغونې په موخه سروې د ولایت مقام، علماوو مشورتي شورا، کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست، کرني ریاست او لښکرګاه ښاروالۍ د مسلکي انجنیرانو له لوري د سنګین ولسوالۍ د میانکو مانده، د کجکي ولسوالۍ د کنګیانو مانده او د زمینداور د شیرې مانده څخه له نږدې لیدنې شوي او له یادو شویو سیمو څخه د بندونو رغولو لپاره مهم معلومات راټول شوي چې د وروستیو اجراتو په موخه به مسوولینو سره شریک شي.

د یادوني وړ ده چې د دغه بندونو په رغولو سره به د باراني او سیلابي اوبو د مهارولو ترڅنګ  په راتلونکي کې د شمالي ولسوالیو د وچکالۍ په کمولو کې د پام وړ کمښت راشي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس