کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې هلمند کې امنیتي چارواکو ویلي، چې د پسونو د یوه ډک موټر د قاچاق مخه یې نیولې ده.
د راپور پر بنسټ د دغه ولایت امنیتي مسوولینو زیاته کړې، د پسونو دغه ډک موټر یې په داسې حال کې نیولی، چې غوښتل یې بار کړي څاروي پاکستان ته قاچاقي کړي.
د هلمند ولایتي چارواکو خبرداری ورکړی، چې دوی به هېچاته د څارویو د قاچاق اجازه ورنه کړي.
نږدې یو نیم کال وړاندې سرپرست افغان حکومت بهرنیو هېوادونو ته د څارویو پر لېږد بندیز لګولی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/