معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې بست د پنبې او نباتي غوړیو کارخونه بېرته فعاله شوه

هلمند کې بست د پنبې او نباتي غوړیو کارخونه بېرته فعاله شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هلمند بست پنبې او نباتي غوړیو کارخونې یو ځل بیا په فعالیت پیل وکړ.

دغه کارخونه د یو شمیر حکومتي چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د پرانیستې پرمهال د اقتصاد سرپرست وزیر وویل، هېواد کې ځینې حیاتي کارخونې چې له فعالیته لوېدلې وې، بېرته فعال او رغول شوي دي.

نوموړي ویلي، د بست نباتي غوړیو کارخونه چې ځینې برخې یې په تېر کې د نه پاملرنې له امله له فعالیته لوېدلې وې، بېرته رغول شوي دي.

د اقتصاد سرپرست وزیر زیاته کړې، په یاده کارخونه کې به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په ښه کېفیت به تولیدات ولري.

د بست پنبې او غوړیو دولتي کارخونه د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، چې کنجاړه، غوړي او صابن یې مهم تولیدات دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس