معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې د اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې

هلمند کې د اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۵ مه نېټه):

د ګهيځ نیوز د خبر له مخې د هلمند امنیتي مسوولینو ويلي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اوسپنې د قاچاق مخنیوی شوی دی.

د خبر پر بنسټ، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ د ریګ ساحې په بي بي تیري او جندوم سیمو کې ۲ بنس موټر، چې ۶۳ زره ۴ سوه کیلو چکۍ شوې اوسپنې او مېس په کې بار وو او غوښتل یې په غیر قانوني توګه یې ګاونډي هېواد ته ولېږدوي، نیولي دي.

د مسوولینو په وینا په جدي توګه به دغه سیمه کې د ورته قاچاقي کړنو مخنیوی وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس