معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې د تېرو دوو اونیو پرمهال ۳ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

هلمند کې د تېرو دوو اونیو پرمهال ۳ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایتي چارواکو ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې. د خبر پر بنسټ د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې امنیتي او کرنیزو ادارو د یوشمېر غاصبینو د غصب مخه نیولې او ځینې غاصبین عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د مسوولینو په وینا دا ځمکې د تېرو دوو اونیو پرمهال له غصب راګرځول شوي، چې غیرقانوني کورونه، هټۍ او د کرنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.

د چارواکو په خبره د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې د موسی‌ٰ قلعه ولسوالۍ د زرکو د غره په شاوخوا کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه د غیرقانوني تصرفاتو څخه هم پاکه شوې ده.

تر وړاندې هم هلمند کې له غصبه د زرګونه جریبه دولتي ځمکې د راګرځول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس