کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ځایي چارواکو ویلي، چې یو شمېر هندي پانګوال د دې ولایت کانونو کې د پانګونې لپاره لېواله دي.
د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون ویلي، هندي سوداګر چې د قیمتي ډبرو په برخه کې فعالیت لري، د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم سره کتنه کې ویلي، نور هندي شرکتونه به هم افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
دغو سوداګرو د پنجشېر کانونو د پانګونې طرحه هم والي ته وړاندې کړې ده.
په ورته مهال د پنجشېر والي د هندي سوداګرو د طرحې هرکلی کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې د ولایت مقام کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
افغانستان ته په تېرو څه باندې دریو کالو کې د نړې ګڼ شمېر بهرني پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/