معماری
خانه / ګهیځ نیوز / هندۍ کرکټ لوبډله د اسټرالیا په ماتولو نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړه

هندۍ کرکټ لوبډله د اسټرالیا په ماتولو نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د شل اوریز نړیوال جام ۸ غوره لوبډلو پړاو کې هند د ۲۴ منډو په توپیر اسټرالیا ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

په دې لوبه کې هندۍ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۶ منډو هدف ورکړی و، چې په ځواب کې یې اسټرالیا د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما شو، چې په ۴۱ توپونو یې ۹۲ منډې جوړې کړې.

د یادولو وړ ده، چې تردې دمه نیمه پایلوبو ته سویلي افریقا، انګلستان او دغه راز هندوستان لار موندلې ده.

که چېرې افغانستان نن بنګلدېش ته ماتې ورکړي، نو د څلورمې لوبډلې په توګه به نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

افغانستان نننۍ لوبه کې بنګلدېش ته د ۱۱۶ منډو هدف ټاکلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس