معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / هند او بنګلدېش کې سمندري توپانونه راغلي

هند او بنګلدېش کې سمندري توپانونه راغلي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې AFP خبري آژانس خبر ورکړی، چې لس کسان په بنګلدیش او ۶ نور په هند کې مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې بنګلدېش کې د سمندري توپان له امله تر اوسه له درې نیم میلیونو زیات کسان اغېزمن شوي، ۳۵ زره ۴۸۳ کورونه ویجاړ او له سل زرو زیاتو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

بنګلدیشي چارواکو ویلي، د دې احتمال ډېر دی چې د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د AFP خبري آژانس د راپور له مخې، وروسته له هغې چې زورورو څپو سمندري موانع او دېوالونه ونړول، اوبه د سېلابونو په څېر د ښارونو پرواټونو او کوڅو راماتې شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس