معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند سره د سرپرست افغان حکومت د اړیکو پر ښه والي پاکستاني چارواکو اندېښنه ښودلې

هند سره د سرپرست افغان حکومت د اړیکو پر ښه والي پاکستاني چارواکو اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۶ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د پاکستان ګارډین ورځپانې سرپرست افغان حکومت باندې د پاکستاني چارواکو فشار راوړل ناکام وبلل، تازه د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې یو شمېر پاکستاني چارواکو له هند سره د سرپرست افغان حکومت د اړیکو پر ښه والي اندېښنه ښودلې.
پاکستانۍ نیوز رسنۍ د خپل حکومت د پخواني چارواکي جان اڅکزي له قوله ویلي، چې له هند سره د سرپرست افغان حکومت اړیکې تر پخوا ډېرې نږدې شوې دي.
دغو رسنیو ته یاد پخواني چارواکي د خپلو پټو معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې سرپرست افغان حکومت په ډيلي کې د افغانستان د سفارت په بدل کې په کندهار کې د هند د کونسلګرۍ پر پرانيستلو هوکړه کړې ده.
که څه هم افغان حکومت تر دا دمه د هند سفارت او کونسلګرۍ د خلاصون په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر ساتلو ټینګار کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس