کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، دغه هېواد هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او پراختیایي همکاریو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکړي.
رندهیر جېسوال په یوه خبري غونډه کې هندي چارواکو سره د افغان چارواکو کتنو په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د هند بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کتنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په لوړه کچه تعامل دی او زیاته کړې یې ده، چې موخه یې له افغانانو سره د اوږدمهاله اړیکو پیاوړتیا ده.
جېسوال د هند کرکټ په غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدو ته په اشارې زیاته کړې چې هند دغه راز د ورزش په برخه کې هم له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/