معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند له افغانستان سره د ۲۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي

هند له افغانستان سره د ۲۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۳مه نېټه):
د هندي رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد چارواکي په پام کې لري چې د چابهار بندر له لارې ۲۰ زره ټنه نور غنم هم افغانستان ته ولېږدوي.
ټایمز آف انډیا خبري آژانس د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۴۰ زره ټنه غنم له لېږلو وروسته به د هند حکومت د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم هم ورکړي.
تمه کیږي، چې په لومړۍ جوپه کې د څه باندې ۲ زره ۵ سوه ټنه غنم روانه اونۍ د چابهار بندر له لارې هرات ته راورسیږي.
دا په روان کال کې د هند له خوا افغانستان ته د خوراکي توکو لومړۍ جوپه ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس