معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند له افغانستان سره د ۴۰ زره لېتره ملټین مرسته کړې

هند له افغانستان سره د ۴۰ زره لېتره ملټین مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲  مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د هندوستان د خلکو له خوا مرسته شوي ۴۰ زره لېتره ملټین د ایران د چابهار بندر له لارې کابل ته راورسېدل.

د خبر پر بنسټ، دغه مرغه مرسته د یاد وزارت رهبرۍ ته سپارل شوې ده.

ملټین د ملخانو د یرغل پر وړاندې په مبارزه کې کارول کیږي.

د کرنې وزارت چاواکو ویلي، چې دوی به یې د اړتیا په صورت کې د ملخانو د یرغل د مخنیوي په موخه په زیانمنو ولایتونو کې وکاروي.

له افغان بزګرانو د هند لخوا د دغې مرستې ټولیز ارزښت څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي او شاوخوا د ۸۰ زره هکتاره ځمکې لپاره بسنه کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس